IQNA

د قدس څلورم نړیوال سمینار

یقین لرو اسرائيل له مینځه تلونکي دي

8:43 - April 11, 2023
د خبر لمبر: 3487164
ایکنا-(تهران) د مقاومت دعالمانو د نړیوالې ټولنې عمومی منشي د قدس شریف په څلورم نړیوال کانګرس کې پخپلې وینا کې په فلسطین کې ولسی مقاومت ته په اشارې سره ووئيل، مونږ یقین لرو چې اسرائيل له مینځه تلونکي دي او د قرآن آیتونه او حدیثونه دغه چاره تائيدوي.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ، د مقاومتي عالمانو د نړیوالې ټولنې عمومی منشي شیخ ماهر حمودد قدش شریف څلورم نړیوال کانګرس کې پخپلې وینا کې په فلسطین کې ولسی مقاومت ته په اشارې سره ووئيل، دا مونږ یوو چې پکار ده ځانونه له صهیونزم وروسته نړۍ لپاره تیار کړو او  اسلامی امت په وحدت او له هغې افراط پالنې او قومي تعصبه لیرې چې امت سره تیت پرک کوي،دمقاومت جبهه پیاوړي کړو.

هغه ټينګار وکړ، مونږ یقین لرو چې اسرائيل له مینځه تلونکي دي  او دقرآن آیتونو او حدیثونو پر دې  چارې دتائيد ټپه وهلې ده.

ماهر حمود ددې خبرې په کولو سره چې پخپله صهیونیسټي چارواکو هم منلې ده چې ددغه رژیم عمر به اتیا کلنۍ ته ونه رسیږي ،په قرآن کریم کې ئې د جالوت او طالوت کیسې ته په اشارې سره  ووئيل یقین لرو چې دغه رژيم به له مینځه لاړ شي.  هغه زیاته کړه، نن سبا اسلامی  امت له مقاومتي چورلیز پرته یو سست او د حقیقي اسلام له روح پرته  یو امت دی . نن سبا اسرائيل د یو شمیر فلسطینیو هلکانو او انجوو په وړاندې بې وسه شوی  او د دوي په وړاندې هیڅ کار پرمخ نشي بیولی.

همداراز  د پاکستان د فلسطین فاؤنډيشن مشر صابر کربلائي هم پخپلې وینا کې ووئيل، صهیونزم د نړیوالې سولې لپاره یو ګواښ حسابیږی . د امریکا، انګلستان او فرانسې پشمول لویدیځي هیوادونو  په ۱۹۴۸کال کې د اسلامی ټاټوبو په مینځ کې یعني د فلسطین په مقدس ټاټوبي کې ددغه ناروا رژيم تخم وکاره ، او اوس له څو لسیزو وروسته چې  ددغه ناروا رژيم دتاسیس تیریږي ، وئيلی شو چې دغه رژيم په نړۍ کې د ډول ډول افراط پالنې او ترهه ګرۍ سرچینه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4133073/%

captcha