ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په تړاو د ازبکستان د سمرقند د ناستې ګډونوالو د نړیوالې ټولنې پر غوښتنو، نشه یي توکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.
په راپور کې وئيل شوي دي، د ازبکستان سمرقند ښار د افغانستان په اړه د سیمې او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه و. تر یادې غونډې وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سمرقند په غونډه کې د کوربه هېواد، چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.
سرچینې زیاته کړې، ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو چې «د ټولګډون حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعلیم د فرصتونو برابرول او د لږکیو د حقونو ضمانت کول» پکې شامل دي، بحثونه وکړل.
په یاده غونډه کې د نړیوال تروریزم، د نشه یي توکو د کښت او مبارزېې په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لا قوي اقداماتو پر ارزښت هم بحث شوی