ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل له سعودي ائتلاف سره د خبرو په بهیر کښې هر ډول پرمختګ د ریاض لخوا له عملي اقداماتو سره اړه لري.
هغه پرون وویل د سعودي عربستان ائتلاف باید په عملي اقداماتو سره په خبرو کښې د پرمختګ سبب شي.
محمد علي الحوثي بشر دوستانه غوښتنې په خبرو کښې د یمن د خلکو لومړیتوب وباله او ویې ویل د صنعا حکومت هغو خبرو اترو او سلامشورو ته چې په انساني حوزه کښې د سعودي عربستان له عملي ګامونو سره یوځاې نشي هیڅ اهمیت نه ورکوي.
د یمن د بندیانو د چارو د ملي خبرو کمیټۍ وړمه ورځ ویلي وو چې د انصار الله غورځنګ د مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي د حکم د اجرا په لړ کښې یې د سعودي عربستان د ائتلاف اوه اویا بندیان خوشي کړي دي چې پکښې په لسګونو بوډاګان او ناروغه کسان هم شامل دي.
ټاکل شوي ده چې د سعودي عربستان او د یمن ترمینځ د بندیانو د تبادلې د خبرو اترو دوهم پړاو له کوچني اختر وروسته وشي.