ایکنا د لبیا اخبار له قوله راپور راکړ، د لیبیا جایزې دنړیوالو سیالیو د یولسم پړاؤ ترسره کونکي پلاوي د غوره کسانو په اعلانولو او د ددغې سیالۍ د ګډون کونکو په ستاینې اومننې سره ددغو سیالیو د ختمیدا اعلان وکړ. دغه سیالۍ د لیبیاد اسلامی چارو او اوقافو د عمومي ادارې په همت سره ترسره شوې.
ددغوسیالیو ددغه پړاؤ په پاي کې ،د ټول قرآن کریم په حفظ برخې کې د لیبیا صهیب الحبوني ، له تفسیر سره یوځاي د ټول قرآن دحفظ په څانګې کې د لیبیا عبدالسلام فتحي العمروني او
له امریکا څخه عدین شهزاد رحمن په دوه ګوڼو روایتونو سره د قرآن د حفظ په برخې کې لومړی مقام ګټلی دی.
ددغو دستورو په پاي کې په دغو نړیوالو سیالیو کې پر ګټونکو سربیره د ګډون کونکو او همداراز د ددغو سیالیو د ترسره کونکو کمیټیو قدرونه اوستاینه هم وشوه.
ددغو سیالیو په څنډې کې اعلان وشو چې دقرآن د نړیوالې جایزې او سیالۍ کونکو څخه په لومړۍ مرحلې کې دنړیوالو سیالیو نړیوال انجمن جوړ شوی او هغو د بودجې لپاره مرکزي کمیټي او همداراز د ګډون کونکو او قاضیانو د مبادلې او د جایزو د ورکولو لپاره پروګرام هم ټاکل شوی دی.
ددغې ټولنې د عمومی منشي په توګه دیمن صدیق محمد عبدالله ، د هغه د مرستیال په توګه د لیبیا عبدالجلیل مهدی او د ددغې ټولنې د ویندوي په توګه له سومالیا څخه عبدالباري العلمي ټاکل شوي دي.
د لیبیا جایزې د قرآن نړیوالوسیالیو یولسم پړاؤ د غبرګولې د میاشتې له څوارلسمې تر ۲۳ نیټې پورې د لیبیا په بنغازي ښار کې ترسره شوې.