ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهروند له يوه ايراني تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي، د افغانستان په شمال کې د قوش تپې کانال شاوخوا د پاکستاني طالبانو ځای پر ځای کول يو اسرائیلي تفکر دی.
ښاغلي ظهروند زیاته کړه چې روسانو د طالبانو په معامله کې چې ویل يې دوی به کنټرولوي، فريب خوړلی.
هغه وايي چې ضمیر کابلوف پښتون اصالت لري او د غیر پښتنو خلاف دی.
په افغانستان کې د ایران پخوانی سفير دا هم وايي، چې افغانستان ته د وزیرستانيانو لېږدول به په دغه هېواد کې د وزیرستان د پرمختګ او په پای کې د ډیورنډ د کرښې د محوه کېدو لامل شي.
د سياسي چارو ځينې کارپوهان هم د طالبانو دې اقدام ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې دا کار د سيمې په بې ثابته کولو کې مرسته کوي او کېدای شي چې ددې کار تر شا د پاکستان لاس وي.
د طالبانو حکومت تراوسه د ښاغلي ظهروند ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا يې ویلي وو، چې د دغه کار موخه په پاکستان کې د ناامنيو د پېښو راکمول دي.
د پاکستان حکومت په دغو کډوالو شک لري چې د تحريک طالبان پاکستان يا (ټي ټي پي) سره په بريدونو کې مرسته کوي او ددغه هېواد په ناامنيو کې لاس لري.