IQNA

په افغانستان کې به په محرّم میاشت کې بشپړ امنیت ټينګ شی(فیلم)

10:16 - July 14, 2023
د خبر لمبر: 3487623
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ووئيل د دوی حکومت د محرم په شپو ورځو کې دامنیت د تامینولو لپاره شپه ورځ هڅه کوي څو دغه دستورې دتیر کال په شان له کومې ناخوښې پيښې پرته ترسره شي  او وطنوال  د محرم دستورې په کرارې فضا کې ترسره کړي.

ایکنا د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په رسندویو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ ،د طالبانو امنیتی ځواکونه  د محرم د شپو ورځو ددستورو دامنیت دتامینولو لپاره شپه ورځ هڅه کوي،څو ښاریزپه کرارې فضا کې دغه دستورې ترسره کړي.

هغه زیاته کړه د طالبانو  امنیتی ځواک په تیرو دوو کلونو کې دمحرم د امنیت د تامینولو لپاره  داسې ښه پلانونه درلودل چې په دغو دستورو کې کومه امنیتی پیښّ رامینځة نشي.

 

 

په عین حال کې د افغانستان د پوځي او امنیتی چارو یو کارپوه نعمت الله الکوزئ  وائي، د طالبانو امنیتی ځواک د محرم په شپو ورځو کې د ترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعشي تکفیریانو په مقابل کې هوښیار عمل کوي ،ځکه دغه ډلې ټپلې د امنیت دخرابولو او د خلکو په وینو کې لیت پيت کولو لپاره  له مختلفو رودو استفاده کوي.

 هغه ووئيل، چې دترهه ګرۍ چینلونه له امنیتی ځواک سره د مخامخ مقابلې توان نه لري،په افغانستان کې د حکومت دبدنامولو  او  په ټولنې کې د ویرې او وحشت درمینځةکولو لپاره ځان مرګي حملو او بم چاودنو ته مخه کوي.  الکوزی ووئيل، که څه هم  واک ته د طالبانو په رسیدا سره ، ترهه ګرې ډلې په تیره تکفیری داعشي ډله د طالبانو د امنیتی ځواک له خوا سخته ځپل شوې ده ، خو دځينو هیوادونو استخبارات  له ترهه ګرو ډلو ټپلو څخه په استفادې سره  غواړی ،  دمحرم په شپو ورځو کې ځان مرګي حملې او بمي چاودنې ترسره کړي.ځکه د ځينو هیوادونو ګټو په افغانستان کې له جنګ  جګړو او اړئ ګړئ سره غوټه خوړلې ده، له دې امله غواړي د ترهه ګرو ډلو ټپلو په ملاتړ سره په افغانستان کې قومي اومذهبی مسئلو ته لمن ووهي. خو باید حکومت او ولس له هوښیارۍ او همغږئ، یووالي او بيوستونه او ملګرتیا کار واخلي څو د افغانستان او داسلام ددښمنانو دسیسې او پلانونې شنډې اوپه دغه جنګ ځپلي هیواد کې هم ورورولي او امنیت ټينګ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4154870/  

captcha