ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له ایرنا سره په مرکه کې وویل: د پرونیو نیواکګرو په سیاست کې په افغانستان کې د بې ثباتۍ دوام مهم دی، ځکه چې دغه هېواد باید د ګاونډیانو لپاره په یوه حساسه سیمه بدله شي، دا په داسې حال کې ده چې د سیمې هېوادونه غواړي چې افغانستان د ثبات، سولې او ودانولو په لور روان وي.
کاظمي قمي زياته کړه: له افغانستان سره د اوږدې پولې له امله، دښمنان هڅه کوي چې له دغې لارې ناامني رامنځته کړي.
په افغانستان کې د ایران سفیر همداراز وویل: امریکایان له شل کلن اشغال وروسته ناکام او په پلان شوي ډول د خپلو پوځیانو وتلو ته اړ شول او نن یې په افغانستان کې د داعش په شان ترهګرې ډلې د خپلو پوځي ځواکونو پرځای تنظیم کړې دي.
کاظمي قمي څرګنده کړه: نن د اشغال دوره تېره شوې ده، له همدې امله امریکایانو مختلفو لارو ته مخه کړې ده، د بېلګې په توګه، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د دفاع په چوکاټ کې، اقدامات ترسره کوي، چې د همدغو اقداماتو نتیجه، پر خلکو به نورو فشار راوړل وي.
په افغانستان کې د ایران سفیر ټینګار وکړ: امریکا په افغانستان کې ثبات نه غواړي چې اقتصاد، تجارت او امنیت پکې ښه شي، ځکه داسې احساس کوي که په دغه هېواد کې فضا آرامه شي، نو د چین په شان هېوادونو ته به د پانګونې زمینه برابره شي چې امریکایان له دوی سره په جدي سیالۍ کې دي.