د ایکنا د راپور له مخې، په عراق کې د شیعیانو ستر مرجع آیت الله سید علي سیستاني له خلکو وغوښتل چې د اهل بیت (ع) په اړه له مبالغې څخه ډډه وکړي.
هغوی دغه غوښتنه د هغې پوښتنې په ځواب کې اعلان کړه چې په لاندې ډول مطرح شوې وه: امام علي (ع) او امام حسین (ع) ته د خالق نسبت ورکول مبالغه کې راځي او که نه؟
آیت الله سیستاني په ځلونو له ویناوالو، شاعرانو او د اهل بیت علیهم السلام له مداحانو غوښتي چې په دیني مسایلو کې له مبالغې څخه ډډه وکړي.