IQNA

که امریکاپه فلسطین کې مستقیم دخالت وکړي ،نو له پوځي ټاکنو سره به مخامخ شي

6:35 - October 11, 2023
د خبر لمبر: 3488086
ایکنا-(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورخنګ رهبر خبرداری ورکړ، که امریکا په فلسطین کې مستقیم دخالت وکړي ، نو مونږ په توغندوی باران او ډرونز حملو سره ځواب ورکولو ته تیار یوو.

 ایکنا د المسیره له قوله راپور  راکړ،د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ  مشر ووئيل ، امریکا او لویدیځ  غوااړي ، صهونیسټي دښمن  توره  او نیزه  د عربو هیوادونو په وینو کې هر وخت سره وي څ و  وتوانیږي ، ټول اسلامی امت ئې هر وخت په شیشت کې وي.

  د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ  رهبر سیدعبدالمالک بدرالدین الحوثي  پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،امریکا او لویدیځ  دصهیونیسټي  وحشي رژيم  پشتیبان دي څو  هماغه راز نیواکګرۍ ته دوام ورکړي.الحوثي روښانه کړې ده ، هغه عنوانونه چې لویدیځ ئې  دح قوقو او آزادۍ  په زمینې مې مطرح کوي، د فلسطین د ملت په باب هیڅ ارزښت او اعتبار نه لري ، ځکه لویدیځّي هیوادونه  د صهیونیسټانو په لاس د فلسطینیو ماشومانو او ښځو عامه وژله  جایزه ګڼي.

دیمن د انصار ا... غورځنګ رهبر  دې ته په اشارې سره چې  لویدیځ د فلسطین دملت په وړاندې د  هرډول جنایتونو په کولو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم لاسونه پرانیستي پریښودلي دي روښانه کړه، لویدیځ غواړي ، د صهیونیسټي دښمن اوښکلي نیزه  په عربو هیوادونو کې وي څو  ټول اسلامی  امت په شیشت کې راوستل شيۍ.خو باید اسلامی امت نور په خود کې شي او د فلسطین دمظلوم ملت  له چغې سره دې خپل  مسئولیّت وپيژني او دهغوي مرستو ته دې ودانګي.

https://iqna.ir/fa/news/4174418 

captcha