ایکنانیوز راپور راکړ، د اربعین د نړیوالې جایزې د نهم پړاؤ پایزې دستورې د شنبې په ورځې د حضرت زینب الکبری (س) د رحلت له ورځې سره په یووخت ،د ایرا د کلتور او اسلامی ارتباطاتو دادارې په حسینه الزهرا(س) کې ترسره شوې.
دغه دستورې د عسک، فیلم، د مجازي فضا یا اینټرنیټي چینلونو د فعالانو ،شعرونو ،کتاب،خاطرې ،مقالې او د سفرنامې دلیکنې په شپږو څانګو کې د ګټونکو په معرفي کولو سره پاي ته ورسیدې.
د اربعین د نړیوالې جایزې د عکس په برخې کې ګټونکي ، د ایران حسین حاجیلری لومړۍ رتبه ،د عراق ارهز حمید الاسدي او د ایران مجید حجتي دوهم لمبر او د پاکستان طاهرعلی ههم دریمه رتبه وګټله . همداراز په دغې څانګې کې د افغانستان مصطفی رجائي او د ازبکستان سید عزیز هم وستایل شول.
د فیلم په برخې کې هم دایران محمد حسن انوشه لومړی لمبر ، د عراق الکفیل ټيلویژنی چینل او دعراق حسین صاحب په ګډه دوهم لمبر او د زیمبابوې شیخ عبدالله مکوئيني جا او دایران علی شهاب نژاد هم په ګډه دریم لمبر شول. او د عراق سجاد عبدالله او مهدي حافظ هم وستایل شول.
د اربعین د نهمې نړیوالې جایزې د سفرنامې په برخې کې ، د ایران مهدیه مظفری ،دایران محمد تقي مهرابی او د هندوستان محمد علی ابوطالبی هم په ګډه دوهم لمبر شول او دریمه رتبه هم د سری لنکا کالو پانا پیاراتاناترو وګټله او د ترکیې بتول آکتول هم وستایل شوه .
د سوشل میډیا دفعالانو په برخې کې هم د اربعین د نهمې نړیوالې جایزې لومړۍ جایزه، د بوسني ادین بشاویچ، دوهمه جایزه د ایران نرجس دریایی او دریمه جایزه هم دایران محمد رضا پیشګاهي وګټله او د تهران دشهردارۍ عبدالمطهر محمد خواني او دتهران دوالی ددفتر محمد صائبی هم وستایل شول .
د اربعین د دغو نړیوالو سیالیو د کتاب په برخې کې هم ،لومړی جایزې لپاره څوک ونه پيژندل شو ،دوهمه جایزه هم د ایران عباسعلی پرچی زاده ، دریمه جایزه د ایران غلام رضا آباذري او همداراز د ایران مجید پور ولیکشتری او د ایران مجبتی رحمانددوست هم وستایل شول.
د اربعین د نهمې نړیوالې جایزې د شعرونو په برخې کې هم لومړۍ مقام د عمان مصطفی محسن اللواتی ، دوهم مقام د ایران مهدی جهاندار ،دریم مقام د ایران زهرا بشری موحد وګاټه او دغه راز د سورئې د لاذقیه سامر الخطیب او دایران محمد مهدی خان محمدي هم وستایل شول.