IQNA

په هند کې د جوماتونو رنګیدا اسلامی هویّت ګواښي

8:21 - April 21, 2024
د خبر لمبر: 3489078
ایکنا – په هند کې د جماعت اسلامی امیر  ټينګار کړی ،هغه اقدامات چې په دغه هیواد کې د  جوماتونو دړنګولو لپاره ترسره کیږي، د هغوی د اسلامی هویّت  ګواښونکي دي او باید ټول مسلمانان دې په خود کې شي.

ایکنانیوز  د پاکتسان صوت انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، په هندوستان کې د  جماعت اسلامی امیر سید سادات الله الحسیني  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  چې په هندوستان کې په مختلفو سیمو کې د جوماتونو،مدرسو اواسلامی ځایونو  د ړنګولو عملیات ښه ځیری نه دی او په هندوستان کې اسلامی هویّت ګواښي.

د کشمیر رسندوي ادارې راپور ورکوي، د هند جماعت اسلامی رهبر سادات الله حسیني د ؛هندواتوا په وړاندې مقاومت؛ په عنوان سره په لوي لاریون کې چې په کرالا صوبې کې ترسره شو، پخپلې وینا کې ووئيل، په نوي ډیلي او نورو صوبو کې د تاریخي  او دیني ځایونو د رنګولو عملیات  نه یوازې اسلامی هویّت ګواښي ،بلکې د هند سیکولر جوړښت هم له خطرې سره مخامخ کوي.

الحسیني  د فرقه پالنې ،نفرت  او توکمپالنې په وړاندې د پریکنده  مقاومت په ضرورت ټينګار وکړ.

 هغه همداراز  په ټولنو کې د تفرقې او نفرت اوکرکې د کړؤنکي بهیر شتون ته په اشارې سره  او د هغه انګریز مورع آرنولډ ټوینبي د څرګندونو په استناد سره چې  ؛تمدنونه په خودکشۍ سره  مړکیږي، نه په وژلو سره ؛  ټينګار کړی دی ، چې نفرت خورول  د د پرمختګ او پراختیا په وړاندې په لومړیتوب بدل شوي دي.

الحسینی  همداراز د فرقه پالو پروګرامونو د اجرائي کولو لپاره په قضائي سسټم کې لاسوهنې او  په اورګانونو باندې داعتماد کمیدا ته د عمومی افکارو توجهات جلب کړل او د سیاسی رهبرانو له خوا ئې د نفرت خورونکو  څرګندونو د مطرح کیدا لپاره د زیاتیدونکي عادي کیدا او د قانون پخپلې خوښې اجرا  په سخته محکومه کړه.

 هغه همداراز د ډیلي په جنوبی  سیمې کې  په مهرانولي  سیمې کې د شپږسوه کلن اخوانجي جومات پشمول  دجوماتونو دړنګیدا په باب  هم اندیښنه وښودله .

دهند د جماعت اسلامی مشر  د  هغه فرقه پال سیاست  د خطرناکې لارې په باب خبرداری ورکړ چې نه یوازې مسلمانان ګواښي ،بلکې د قضایې قوې یووالی او د قانون  حاکمیّت هم کمزوری کوي.

سادات الله الحسینی د حدمت، عشق او خبرواترو  له لارې د ذهنونو اوزړونو  دلاس ته راوړلو په ضرورت او دغه راز د ناغیړیو او ترینګلتیاؤ په وړاندې دکلکې دریدا  په اهمیّت ټينګار وکړ او د دیني آزادۍ د ساتلو او د ظلم په وړاندې د مقاومت او د اقتصادي ، تعلیمي توانمنولو  غوښتنه ئې وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4211521

captcha