قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، حیدر آباد کې د ایران فرهنګی ادارې نه په نقل، د یوې ورځې غونډه د پاکستان «پاک د سولې مطالعو لپاره» موسسه له اړخه د پاکستان حیدر آباد ښار هوټل کې د عالمانو او څېړونکو په شتون کښې د «پاکستان کې ټولنیزه برابری څه رنګه ممکنه ده؟» موضوع لاندې پیل شوه.
په دې غونډه کښې د ۴۰ نه زیات د مختلفو دینونو څېړونکو ګډون وکړو او د پاکستان «پاک د سولې مطالعو لپاره» موسسه مشر محمد عامر رانا په کې تقریر وکړو.
هغه وویل: هیڅ یو ټولنیزه تر هغه ایډیال نشی کېدلې تر کومې چې هغې کښې د مختلفو دینونو منونکې خپلو کښې سره برابروالی او تحمل اختیار نکړی.
مېرمنې رومانه بشیر، دې غونډه کې تقریر کوونکې بله مېلمنه وه چې وې ویل: که چرې اقلیت خپل کار ترسره کړې نه وې نو د پاکستان جوړول ممکن نه وو، خو ولی دا زمونږ نسل ته نه ښودلې کېږی.
هغې ادامه کې وویل: پاکستان کښې ټولنیزه برابری لپاره ضروری ده چې د هیواد او نړۍ په سطح د دینونو ترمنځه خبرو اترو له وده ورکړو، اسمانې دینونه د انسانښت درس ورکوی، باید په دې ښودو باندې عمل وشی.
رومانه بشیر زیاته کړه: د ټولو دینونو منونکې باید د دینونو او مذهبونو ترمنځه د همغږی او د سولې او وورولی لپاره لټون وکړو.
قبله ایاز هم تقریر وکړو او وې ویل: مونږ د اسرائیل عمل ته د یهودیانو، د امریکا عمل ته د مسیحیانو او د القاعده او داعش کار د مسلمانانو عمل نشو ټاکلې، که ټول دینونه خپل افراطی ډلې بهر کړی نو برابری او همغږی به یو خوب پاتې نشی.
اعجاز صمدانی هم تقریر وکړو او وې ویل: اسلام د غیر مسلمانانو لپاره د حقوق قایل دې او که مونږ د قرآن او سنت په رڼا کې د غیر مسلمانانو حقوق ادا کړو نو هیڅ شکایت به یی پاتې نشی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3340015