قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان تبلیغي جماعت ستره غونډه د بلوچستان ولایت سبی ښار کې پيل کېږي چې په کې اسلامی احکامو او د قرآن تعلیم ورکړي کېږي.
اټکل کېږي چې په دې غونډه کې به له دوه سوه زرو نه زیات د پاکستان دننني او بهرنې کسان ګډون کوي.
د تبلیغي جماعت دا ستره غونډه تر جمعه ۲۳ بهمن پورې ادامه لري او عالمان په دې کې خلکو د تقوا او پرهېز دعوت ورکوي.
دا غونډه به د اسلامی نړۍ، د پاکستان هیواد او خلکو سلامتیا لپاره دعا سره پای ته رسېږي.
یادښتونه، د پاکستان تبلیغي جماعت باندې د دغه هیواد پنجاب ولایت پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو کې فعالیت کولو باندې د امنیت له سببه بندیز لږېدلي.