IQNA

د کعبې پرده د حج د مراسمو لپاره پورته شوه + انځور

22:23 - July 22, 2020
د خبر لمبر: 3483420
تهران (ایکنا) - د خانه کعبې پرده د هرکال په شان سږ کال هم د حج د مراسمو لپاره پورته شوه.

د مسجد الحرام او مسجد النبي(صلی الله علیه و آله) د چارو مشر په خپل ټویټري اکاؤنټ کې لیکلي چې د خانه کعبې پرده د سږ کال د حج مراسمو لپاره د هرکال په شان پورته کړې شوه.

تیره ورځ، د ۱۴۴۱ سپوږمیز هجري کال د حج مراسمو ترسره کولو لپاره غونډه، د مسجد الحرام او مسجد النبي صلی الله علیه و آله مشر عبدالرحمن السدیس په څارنې کې ترسره کړې ده او کورونا وبا په شرایط کې د سږ کال د حج مراسم له روغتیا سره ترسره کولو لپاره د سعودي عرب د مخنیوي پروګرامونو څیړنه وشوه.

السدیس دې ته په اشارې سره چې سږکال د کورونا شرایطو له امله په محدود توګه ترسره کېږي، وویل: د سږکال مراسم د زایرانو د سلامتۍ لپاره د مخنیوي له سختو اقداماتو سره ترسره کېږي او د لسو محورو طرحې چې علمي، خدماتي، ډیجیټل تحول، سازمانونو اړیکې، پراختیا، ټولنیز فعالیتونو، روغتیا، کنټرول، څارنې او کار سره ترسره کېږي.

هغه له دې بیان سره چې د حج په مراسمو کې د سپځلي ځایونو د پاکولو او ضد عفوني کولو پروګرام څو چنده شوی دی، وویل: ۳۵۰۰ کاریګر به په شفټونو کې مرتب سپیڅلي ځایونه ضد عفوني کوي.

السدیس د خانه کعبې د پردې د بدلون په اړه، چې هر کال د حج په مراسمو کې ترسره کېږي، څرګنده کړه: د کعبې د پردې بدلولو لپاره یو ځانګړی پروګرام برابر شوی، چې سږکال به د مخنیوي اقداماتو پراساس ترسره کېږي.

3911989

captcha