د مسجد الحرام او مسجد النبي صلی الله علیه و آله د چارو مشر شیخ عبدالرحمان بن عبدالعزیز السدیس د سږ کال په حج کې د حرمین شریفین پروګرامونو په غونډه کې وویل: په نړۍ کې هیڅ یو سپیڅلۍ ځای د مسجد الحرام په شان نه ضد عفوني کېږي. د دې جومات هر ورځ د ضد عفوني شمیر لس ځله دی.
السدیس په دوام کې وویل: د سږ کال د حج مراسم په ځانګړي شرایطو سره چې په نړۍ او سعودي عرب کې رامینځته شوې دي، پیل کېږي او د سعودي عرب حکومت له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې او د بیت الحرام د حاجیانو د روغتیا لپاره ټول ضروري تدابیر او اقدامات ترسره کړې دي.
هغه وویل: د مسجد الحرام او مسجد النبی (صلی الله علیه و آله) ریاست تیار دی چې د عرفې د ورځې خطبه په لسو ژبو وژباړي او د ټولنیزو چینلو له لارې یې د 50 ملیونه کارونکو ته وړاندې کړي.