IQNA

اسلامی ایران له ګاونډیو هیوادونو سره ترټولو ښې اړیکې غواړي

19:45 - December 11, 2021
د خبر لمبر: 3485103
تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: له بنديزونو سره د مقابلې او د هغو د شنډولو لپاره د ګاونډيتوب سياست او له ګاونډيانو سره د تعلقاتو ټينګول د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره يو سټراټيجک حرکت دے نه تاکتيکي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي نن له هېواده په بهر کښې د ايران د سفارتونو د ټاکل شويو مشرانو په کانفرنس کښې په ګاونډي هېوادونو باندې په تمرکز سره زياته کړه، د ايران موجودو ظرفيتونو ته په پام سره له ګاونډيانو سره تبادلات زياتولې شوو چې په دې برخه کښې د خارجه وزارت ونډه د پام وړ ده.

هغه د بنديزونو د شنډولو او ختمولو لپاره د اسلامي جمهوريت پاليسۍ ته په اشارې سره وويل: ځينو ويل چې اسلامي جمهوريت خبرې اترې نه کوي او ځينو ادعا کوله چې ايران په خبرو اترو کښې جدي برخه نه اخلي او يا پروګرام نه لري، خو اسلامي جمهوريت په خبرو اترو کښې په عزتناکه توګه ګډون وکړ او د وړانديزي متن په پېش کولو سره يې وښودله چې په خبرو اتروکښې جدي دے.

سيد ابراهيم رئيسي تاکيد وکړ، که مقابل لورے د ايران په خلاف د ظالمانه بنديزونو په ختمولو کښې جدي وي نو يوه ښه موافقه به ترلاسه شي او د ايران اسلامي جمهوريت حتماً د يوې ښې موافقې په تکل کښې دے.

ولسمشر د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې له صهيونېسټ رژيم سره د سيمې د ځينو هېوادونو د تعلقاتو په جوړولو باندې په نيوکې سره وويل: دغه تعلق جوړونه نۀ د دغو هېوادونو لپاره او نۀ د صهيونېسټ رژيم لپاره امنيت رامنځته کولې شي.

هغه د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې د هېوادونو خېرخواه وبلۀ او وې ويل: په مختلفو برخو کښې له ايران سره تعلقات او روابط په سيمه کښې د امنيت، ارامښت او صلحې له پراختيا سره مرسته کولې شي.

ولشمشر همدارنګ د افغانستان مشکلات په دغه هېواد کښې د پرديو شتون وبلۀ او واضحه يې کړه چې افغانستان هم د نېټو او امريکې د شتون او هم له هغوي وروسته د ښې ورځې مخ نه دے ليدلے او دا د امريکنيانو لخوا په افغانستان کښې د دوديزو نشه ايزو موادو په صنعتي کور سوزونې بلا باندې د بدلولو نتيجه ده.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i109546

 

captcha