ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري نن په ګاونډیو هیوادونو کې د اسلامي ایران د سفیرانو او دنمایندګیو دمشرانو په ټول کې ووئيل دباؤ او بندیز ، په مقابل کې د هیواد په دفاعي ټولګې کې په ځان د تکیې د روحیې د رامینځةکیدا او مقاومت او په نفس باندې د اعتماد او د همت او زیار سبب شوی دی .
سردار باقري زیاته کړې ، د ایران په ضد نړیوالو دښمنیو ته په ځواب او مقابل کې د هیواد ددفاعي حوزې په ایجنډا کې د سټراټژیو او اقداماتو لړۍ شامله شوې چې د شهیدانو د وینې په برکت ، د حضرت امام خمینی او وروسته د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په حکیمانه تدبیرونو او لارښونو سره ، د هیواد دفاعي صنعت ، د ودې ، لوړتیا او قدرت او مخه نیونې هغه ځاي ته رسیدلی چې نن سبا یو قدرت هم په ایران د تیري جراءت نشي کولی .
د ایران دپوځ لوي رستیز روښانه کړې ده ، وسلوال ځواکونه هیڅکله هم له دښمن سره په مخامخیدنې کې ګواښ وړوکی نه ګڼي او په سټراټژيکې حوزې کې تر ټولو واړۀ ګواښ لپاره هم تیار او د دښمن له وضعیّت سره په تناسب کې زیاته ځيرتیا او چمتووالی لري . سردار باقري همداراز ووئيل،هغه څه چې نړیوالو د عین الاسد د په نښه کیدا او هم د ا یرانیو او ځاي دفاعي سسټمونو سره د هیواد دټاټوبو په حدودو کې د امریکا دترهه ګر رژيم دتیریګر سټراټژيک ډرون په شیشت کې د راوستو پشمول په وروستیو کلونو کې لیدلی دي،په تیره بیا د د بلاغواړو دښمنانو لپاره درس او عبرت اخستونکی دي .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i109696