ایکناخبری اژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ، د بیت الحرام حاجیان او د پرون شپې عمره اداکونکي په مکې مکرمې او مسجد الحرام کې د ډیرزیات او طوپاني ورښت شاهدان وو .
له ډير تیز او زیات ورښت سره سره ، عمره کونکو خپل طواف او مناسک حج ته هماغه راز دوام ورکړ .
دسوشل میډیا کارونکو ، ددغه تیز او زیات باران ویډیوئي کلیپونه خپرۀ کړي او د مسجدالحرام د عمره اداکونکو او لمونخ ګوزارو خوښي او خوشالي ئې روایت کړې ده .
د سعودي عربستان د ژواک چاپیریال د ساتنې او د هوا پيژندنې دادارې مسئولانو هم دمکې مکرمې په شمالی سرحدي سیمو کې هم د سخت ورښت د دوام خبر ورکړی دی .
دشنبې په شپه په مسجد الحرام کې د تیز باران په اړه یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړانېډ کیږي .