ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د بهرنیو چارو وزیرحسین امیر عبداللهیان د افغانستان په کابل او هرات کښې د ایران د نمایندګیو له مشرانو سره په خبرو کښې د سفارتي نمایندګیو د امنیت د تامینولو لپاره چې د کوربه هیواد دنده ده، د ضروري تابیاؤ په نه برابریدو خوابدي څرګنده کړه
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته په دغو خبرواترو کښې په چین کښې د افغانستان د لنډمهاله حکومت د خارجه وزارت له سرپرست سره خپلو وروستیو مذاکراتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران د سفارتي ځایونو د امنیت بشپړه ساتنه د افغانستان د اوسنيو واکمنانو په غاړه ده او باید په کابل کښې د ایران په سفارت او په هرات کښې زمونږ د هیواد په کنسولګرۍ باندې د تیري په هکله وضاحت ورکړي.
د ایران خارخه وزیر زیاته کړه چې په دې لړ کښې باید د ګډو دښمنانو دسیسو ته پام وکړو.