IQNA

ايران،افغانستان ته يو مثبت او رغنده نظر لري

13:11 - April 19, 2022
د خبر لمبر: 3485702
تهران (ایکنا) -د ايران خارجه وزير په کابل او هرات کښې د ايران په نمائندګيو تيري او په وروستيو پېښو باندې د افغانستان د موقته حکومت د بهرنيو چارو د وزارت  د سرپرست د ژورې خواښينۍ په ځواب کښې وويل: ايران افغانستان ته يو مثبت رغانده نظر لري.

 ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست اميرخان متقي پرون ناوخته د ايران له خارجه وزير حسېن امير عبدللهيان سره په ټيلفوني تماس کښې د دلچسپۍ وړ ځينو ګډو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

امير عبداللهيان د دې مياشتې په لومړنیو شپوورځو کښې د چين په تون شي ښار کښې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې ترڅنګه له افغان لوري سره خپلو خبرو اترو ته په اشارې سره تاکيد وکړه، د ايران اسلامي جمهوريت افغانستان ته يو مثبت او رغنده نظر لري او ،د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتياو لپاره د پلاو تبادله ، د بشر دوستانه مرستو د لېږل ا د افغانستان د خلقو د خدماتو په خاطر د خپلو نمائندګيو ساتل په همدې چوکاټ کښې دي.

هغه زياته کړه، جوته ده چې په مقابل کښې د افغانستان له موقته حکومته هيله لروو، د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارتي ځايونو او سفارتکارو د پوره امنيت ساتنې د پولو د کنټرولولو، غېر قانوني تګ راتګ کؤنکو ته د اجازې نه ورکولو او د اوبو د حق او د پوله ايزو اوبو د برخې په شمول د دواړو خواو ترمېنځ د لازم الاجرا معاهدو مطابق په خپلو دوو اړخيزو ژمنو د عمل په زمينه کښې ضروري او جدي ملګرتيا ولري.

د ايران خارجه وزير په دغو ټيلفوني خبرو کښې په دې باندې چې په ځينو اجتماعي شبکو کښې د د ايران او افغانستان دواړو ملتونو د ښو تعلقاتو غرضي دښمنانو لخوا خپرې شوې ناوړه، هدف لرونکې او د دروغو پروپېګنډې د ځينو ناراضه کؤنکو پېښو د رامنځته کېدو سبب شوې دي، د خواښينۍڅرګندونه وکړه.

امير عبداللهيان همدارنګ په افغانستان کښې د نشه ايزو موادو د کر د ممنوعيت په اړه د موقته حکومت د حکم په هرکلي سره د بديل کر د پراختيا لپاره له افغانستان سره د ملګرتيا لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د چمتووالي خبر ورکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو په ملګرتيا سره به د نشه ايزو موادو د قاچاق مشکل هوار شي.

د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست هم په دغه ټيلفوني تماس کښې په کابل او هرات کښې په وروستيو پېښو او د ايران په نمائندګيو په تېري باندې د ژورې خواښينۍ په څرګندولو سره په دغه هېواد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارتي مرکزونو، سفارتکارو او کارکؤنکو د پوره امنيت د ساتلو په اړه اطمينان ورکړ.

امير خان متقي په سختو او مشکلو حالاتو کښې د ايران د حکومت او خلقو لخوا د افغانستان  د خلقو له مېلمستيا او ورته د خدماتو د وړاندې کولو په قدرونې سره د دواړو ګاونډي  هېوادونو او ملتونو د ګټو په لړ کښې د تعلقاتو او ملګرتياو د پراختيا لپاره د خپل هېواد په چمتووالي تاکيد وکړ او اطمينان يې ورکړ چې د ايران د اندېښنې د ختمولو لپاره به له هيڅ کوششه ډډه ونه کړي.

هغه د ايران د اوبو د حق موضوع د پام وړ وبلله او د دې چارې لپاره يې افغانستان ته د ايران د يو ماهر پلاوي له لېږلو هرکلے وکړ.

امير خان متقي همدارنګ له نشه ايزو موادو سره د مقابلې لپاره د طالبانو په جديت تاکيد وکړ.

 https://parstoday.com/ps/news/iran-i114916

captcha