ایکناخبری آژانس د سپاه پاسدارانو د مطبوعاتی دفتر له قوله راپور راکړ ،،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د اطلاعاتو د ادارې مامورانو په تهران کې دیره څو ډيپلوماټان د جاسوسۍ په تور ونیول .
په راپور کې وئيل شوي دي ، ددغه راپور په اساس دغه ډيپلوماټان په یوې حساسې او ممنوعه سیمې کې چې د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک مانوره پکې ترسره شوي ، د خاورو دنمونو د غونډولو او دعین جاسوسۍ په وخت وپيژندل او ونیول شول .
د سپاه پاسدارانو په وسیله د خپره شوي ویډیوئي فلم ځیني برخې ښئ چې دانګلستان د سفیر مرستیال ، د ایران د توغندوي آزموینو له ځایه د اطلاعاتي حرکتونو دترسره کیدا په وخت په لومې کې ګیر شو .
هغه سیمه چې دغه جاسوس ډيپلوماټان د خاورو دنمونو د اخستو په وخت پکې نیول شوي ، دایران په مرکزي دښتو کې یوه ممنوعه سیمه ده .
باید ووئيل شي چې په تهران کې د انګلستان دسفیر مرستیال له خپلې کورنۍ سره دغې سیمې د سیّل په پلمه تللی ؤ ، خو په عین حال په دغې ممنوعه سیمې کې د خاورو د نمونو دغونډولو په وخت وپيژندل او ونیول شو .