IQNA

د امریکاپه مشرۍ یو قطبی نړیوال نظام خپلې وروستۍ شپې ورځې سبا کوي

15:25 - November 03, 2022
د خبر لمبر: 3486408
ایکنا-(تهران) د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري د لړم دمیاشتې ددیارلسمې ورځې په مناسبت مناسبت په پیغام کې د امریکا پيژندل شوي موسیسې، نظره وړاندې کونکي او سټراټژيسټ ورځې شمیري او په دې په اعتراف سره  چې د امریکا په رهبرۍ یو قطبی نظم خپلې وروستۍ شپې ورځې تیروي، په نزدې راتلونکي کې د هغې څو قطبي نړۍ خبر ورکوي چې د ایران اسلامی جمهوریت  ئې یو اغیزشیندونکی لوبغاړی دی.

ایکناخبری آژآنس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د ایران اسلامی نقلاب د امریکا تش باؤؤ  له مشکل سره مخ کړی  او اوس درستې نړۍ ولیدل چې  دامریکا یواړخیز پالنه هم په ځوړتیا ده.

د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه نیټه چې د نومبر له څلورمې نیټې سره برابره ده،د ایران په اسلامی جمهوریت کې؛له نړیوال استکبار سره د مبارزې؛ ملی ورځ ده .

د لړم دمیاشتې دیارلسمه نیټه  همداراز د ایران داسلامی انقلاب د تاریخ په مهم پړاؤ  کې درې مهمې پيښې یادوي ، یوه ئې په همداسې ورځ ترکیې ته د ارواښاد امام خمیني جلاوطني،دوهمه د پهلوي رژيم دپوځيانو په لاس د زده کونکو وژله او دریم هم په تهران کې د محصیلینو په لاس امریکا سفارت یا دجاسوسۍ ځالې نیولل  دي.

فارس خبری آژانس راپور روکړ،د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمدباقري د لړم دمیاشتې ددیارلسمې ورځې په مناسبت یعني له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې  دې ته په اشارې سره چې د نومبر څلورمه نیټه د اسلامی انقلاب په تاریخ کې د درو مهمو پیښو  ښودنه کوي چې د ایران داسلامی انقلاب په بریالیتوب  کې ئې غوره رول درلودلی دی ووئيل،که څه هم  د ایران دملت د استکباري ضد او خپلواکه انقلاب چې د امریکا او د هغو د تالی څټي حکومت د ویستلو سبب شوی، ۴۴کلونه تیریږي،خو دغه الهام بخښونکی انقلاب،اوس توانیدلی دی،په سیمې او نړۍ کې د امریکاچټي باؤؤ له چیلنج سره  مخ کړي.

سردار باقري دې ته په اشارې سره چې نن سبا د امریکا د انګڼ دیوالونه هم په نړیدو دي روښانه کړه،ددغه هیواد د ځوړتیا لپاره د امریکا پيژندل شوي موسیسې،نظره وړاندې کونکي او سټراټژيسټ ورځې شمیري او په دې په اعتراف سره چې د امریکا په رهبرۍ یو قطبی نظم خپلې وروستۍ شپې ورځې تیروي،په نزدې راتلونکي کې د هغې څو قطبي نړۍ  خبر ورکوي چې د ایران اسلامی جمهوریت  ئې یو اغیزشیندونکی لوبغاړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4096651/%

captcha