IQNA

نن سهار وختي ورښت او د مسجد النبی نظاره(فلم)

13:52 - January 02, 2023
د خبر لمبر: 3486691
ایکنا-(تهران)نن سهار وختي او له سهار مونځ سره په یووخت مسجد النبی(ص)،د ا لهی رحمت د نزول شاهد ؤ.د مسجدالحرام  او مسجد النبی  دمسئول یا منجوَر له خواد سختو ورښتونو له امله د بحران د مدیریّت لپاره د بیړنیو پروژو  دترسره کولو خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د المناطق له قوله راپور راکړ،مسجد النبی نن یعنی مرغومئ یا جدی دمیاشتې د دولسمې سهار وختي یو کم ساری ورښت تجروبه کړ.په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوي ، لمونځ ګوزار په داسې حال کې چې پخپلو چتریَو کې پټ وو، او د مسجد صحن، د ورښت له اوبو ډک دی،دلمانځه لپاره جومات ورځي.

د مسجد الحرام او مسجد النبی د مسئول دفتر هم له دغو ورښتونو سره په یووخت درستو حاجیانو او زیارتوالو ته دخدمت رسونې  او همداراز د لمونځ ګوزارو لباره د صحنونو او تاسیساتو د تیاورلو لپاره خپل اقدامات زیات کړي د ي.

ددغه دفتر په خبرتیاکې همداراز راغلي دي،قالینې ئې ټولې کړي او له صحنونو د اوبو د ویستلو،د چترَیو د ویشلو او همداراز د مسجد النبی په صحنو کې د اوبو د وچولوپه خاطرد جنریټرو او پمپونوپه لګولو سره ئې اوبه تر ډيره حده وچې کړي دي.پردې سربیره لمونځ ګوزارو او زیارتوالو د ترټولو ښو خدماتو لباره ئې  خدماتي ځواک شمیر نوره هم زیات کړی دی.

د مسجد الحرام او مسجد النبی د مسئولانو له خوا په مسجد الحرام کې  د ورښتونو له امله له رامینځةشوو بحرانونو سره  دمقابلې لپاره د بیړنیو پروژو داجرا خبر ورکړ. په دغې پروژې کې  چې د نورو حکومتي ادارو په ملګرتیا او ملتیا سره ترسره کیږي،څه دپاسه  دوه سوه څارونکي ،څلور زره ښځينه او مردانه خدماتي ځواک او  کابو پنځه سوه  مختلفې مشینرۍ او جنریټرې  او وسایل ، په دغه جومات کې د سختو ورښتونو له امله د بحران د مدیریّت لباره  کارول شوي دي.

ددغو ورښتونو  او د نورانی او سپيڅلو ځایونو د منظرې د لیدو لپاره یو لنډ ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کیږی.

https://iqna.ir/fa/news/4111415/%D9%85%

captcha