ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران ن د اسلامی شورا مشر محمدباقر قالیباف د نننۍ څرګندې غونډې له پیلیدا مخکې پخپلې وینا کې په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوی سخت محکوم کړ او وې وئيل، ددینی مقدساتو په شان کې دغه شان سپکو و بې شرمه اقداماتو په درستې نړۍ کې د مسلمانانو اوموّحدانو دینی احساسات داغي کړي دي او د سویډ سیاستوالانله اسلامه د ویرونې دغه پروسه د بیان دآزادۍ د چټي او دروغجنو ډنډورو ترشا نشي پټولی.
دا په داسې حال کې دي چې په سویډ کې د یوه افراطي سیاستوال په لاس دقرآن کریم د سپکاوي په وړاندې د نړۍ د مسلمانانو په تیره بیا د اسلامی هیوادونو د مشرانو سوړچلند سبب شوی څو پرون یو ځل بیا په هالینډ کې د قرآن کریم په شان کې ګستاخي وشي او اروپائي افراطیان د موحدانو او مسلمانانو د احساساتو او د نورو تمدنونو په وړاندې خپل کرغیړن کړچار او افراطي تمدن نندارې ته وړاندې کړي.