ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګرو ملتونو لوی منشي آنتونیوګوترش په خپله ټوېټر پاڼه کې د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت، په یوه پیغام کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتلو د بندیز پرېکړه دې بېرته واخلي. ګوترش وویل،د دې وخت رارسېدلی هغه قوانین او کړنې چې پر زده کړو اغېزه کوي پای ته ورسوو.
په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د افغان نجونو له زده کړو وروسته، د طالبانو حکومت هم د روانې میاشتې په پیل کې پر هغوی په خصوصي سکټور کې پر کار کولو بندیز ولګاوه.
د ملګرو ملتونو تعلیمي،علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم اعلان وکړ:د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو حضور په دو لسیزو کې کابو ۲۰ برابره زیات شوی وو، خو نن ورځ د طالبانو د تګلارو له مخې دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې په هیواد کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
دغه سازمان د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز د منلو وړ نه دی، یونسکو د زده کړو نړیواله ورځ په افغانستان کې د نجونو او ښځو زده کړو ته ځانګړې کړې ده.
څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت تربلې خبرتیا پورې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.