ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په څرنګوالي کښې د تهران په دریځونو کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
هغه په تهران کښې د افغانستان د سفارت د داخلي بدلونونو په هکله د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې وویل د یوه ډيپلوماټ د ماموریت پاې ته رسیدل او د سفارت یوه بل ډیپلوماټ ته د سفارت د چارو د سرپرستۍ ورسپارل د نوموړي سفارت په حقوقي حالت کښې د بدلون په معنا نه دي.
ایران د افغانستان د ګاونډي او له دغه هیواد سره د اوږد سرحد لرونکي په توګه د دغه هیواد بدلونونو ته ځانګړی پام لري.
د ایران او د افغانستان د خلکو ښې اړیکې او ایران ته د افغانستان د ښاریزو تګ راتګ او په ایران کښې د افغانستان د مهاجرینو څه د پاسه څلویښت کاله شتون سبب شوی د افغانستان خلک یوډول د ایران اسلامي جمهوریت خپل دوهم وطن وګڼي.
دغه اړوندوالی او ژره اغیزمننه سبب شوي ده چې ایران په حساسیت سره او د افغانستان د حکومت او د خلکو د ګټو او د نظر په احترام کولو سره د دغه هیواد سیاسي او امنیتي حالات تعقیب کړي.
په افغانستان کښې د نوي سیاسي پړاو په پیلیدا سره ایران د دغه هیواد له خلکو سره هرډول مرستې کړي دي او د امنیت په سیوري کښې یې د اقتصادي پراختیا لپاره د طالبانو له حکومت سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړی دی.
ایران له روانو سیاسي او امنیتي چیلنجونو څخه د افغانستان د وتلو حل لاره د خارجي هیوادونو له لاسوهنې پرته د بین الافغاني خبرو اترو له لارې د ټولو قومي او مذهبي ډلو په ګډون او مشارکت سره د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د ټولو لورو هڅه ګڼي.