ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چي په تهران کې د افغانستان په سفارت کې بدلونونه د دې هیواد داخلي موضوع ده.
سره له دې چي د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له لورې په رسمیت نه دی پېژندل شوی لیکن یو شمېر هیوادونه هڅه کوي چي طالبانو سره د ډیپلماټیک تعامل له لارې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړي.
پاکستان، ترکمنستان، چین، قطر، ترکیه او روسیه هم له دې مخکې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو استازو ته رسپارلي دي.
د ایران د خارجه وزارت د عامه اړیکو ادارې په اعلامیې کې د مطرح شویو ادعاګانو په تکذیبولو سره، ټینګار کړی دی چي په تهران کې د افغانستان د سفارت د سپارلو او بدلون چارې، افغانستان پورې اړونده مسئله ده او د ایران خارجه وزارت په کښې هیڅ مداخله نه ده کړې.
په دغه اعلامیه کې راغلې دې چي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت پورې اړوند هیڅ یو سند او یا تجهیزات نه دي ترلاسه کړي.
د افغانستان طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چي د سفارت فعالیتونه به د نویو ډیپلماټانو له ګمارلو وروسته پیل شي او مهاجرینو ته به خدمات له سره پیل شي.
د اعلامیې په دوام کې د ډیپلماټیکو کادرونو بدلون د هر یو هیواد مشروع حق بلل شوی او تاکید شوی دی چي په نویو ګمارنو سره، به د سفارت چارې او د دواړو مسلمانو هیوادونو اړیکې له پخوا لازیات پیاوړې شي.