IQNA

په سویډ کې د الرّحمن سورې د حفظ سیالۍ ترسره کیږي

8:55 - March 25, 2023
د خبر لمبر: 3487084
ایکنا-(تهران) د سویډ امام علی(ع) اسلامی مرکز  په دغه مرکز کې د قرآن کریم دالرّحمن سورې د حفظ سیالی ترسره کوي.

ایکنا راپور ورکوي، دغه مرکز په یوې خبرتیا کې وئيلی دي، دغه معنوی سیالۍ له اتو تر شپاړس کلنو زلمیانو او انجونون ته مخصوصې دي اود اپریل په 15نیټه به  په ځاي وخت مازدیګر درې بجې ددغه مرکز په عیدګاه مصلا کې ترسره شي.

ټولو هغو کسانو ته چې دسورې په حفظ کولو کې بریالی شي، جایزه ورکول کیږی.البته پنځو برلاسه کسانو ته به  چې د قاضیانو له خوا ښې نمبرې واخلی په همدې ورځې د مرکز دغونډو په حال کې په ترسره کیدونکي له قرآن سره دانس دمحفل په دستورو کې جایزې ورکړل شي.

په دغو سیالیو کې د نام ود ثبتولو وروستي نیټه   داپریل دریمه نیټه  اعلان شوې دهاو مینه وال په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره  دغه این لینک  ته مراجعه کولی شي.

د امام علی(ع) اسلامی مرکز یو دینی او ولسی خپلواکه مرکز دی چې په سټاکهم کې په 1996 کال کې د یو شمیر مسلمانانو او د اهل بیت(ع) د مکتب دپیرو کارو په وسیله جوړ شوی دی. ددغه مرکز اداره ، د سویډ هیواد د قوانینو او داسلام پر مقدسې شرعې په تکیې سره ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4129767/%D8

captcha