ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د سعودي عربستان حکومت عمره کوونکو ته لارښوونه کړې چې نورو عمره کوونکو ته د تکلیف او سختۍ د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه مسجد الحرام ته د وسایلو له لیږد څخه ډډه وکړي.
عمره کوونکي دې مسجدالحرام ته د وسایلو له وړلو ډډه وکړي.
د سعودي عربستان حکومت عمره کوونکو ته لارښوونه کړې چې نورو عمره کوونکو ته د تکلیف او سختۍ د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه مسجد الحرام ته د وسایلو له لیږد څخه ډډه وکړي.
په همدې حال کې د سعودي حکومت له لورې د ښځینه عمره کوونکو سره د مرستې او لارښوونې لپاره ښځینه مؤظفینې ګمارلي چې په اردو، انګلیسي، ترکي، فارسي، فرانسوي او ازبکي ژبو خبرې کولای شي.
د مسجد الحرام مسؤلین وایي، د ښځینه عمره کوونکو لپاره یې ۶۸ ځآنګړې ځآیونه جوړ کړي، د دوی د تګ راتګ لپاره یې ۲۲ دروازې ځآنګړي کړي او میرمنو ته یې ۲۲ تشنابونه هم ځآنکړي ګړي.
تېره ورځ د سعودي حکومت اعلان وکړه چې په رمضان میاشت کې مسلمانان کولای شي چې په فقط یو ځلې عمره ادا کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130096