ایکناخبري آژانس د توصل له قوله راپور راکړ، د ۱۹۷۷ کال کې په مسجد الحرام کې د قرآن کریم د ختم د محفل د وخت یوه ویډیو په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده .
دغه لنډه ویډیو چې له دوو دقیقو هم کمه ده،په ټویئټر کې له خپریدا لږ وخت وروسته ئې کابو پنځه څلویښت زره کتونکي درلودلي دي.دغه ویډیو په ۱۹۷۷کال کې د شیخ محمد آل سبیل په امامت د لمانځه د قایمیدا په وخت د قرآن کریم د تلاؤت ژوندی خپریدا ښئ .
څه موده مخکې هم دې ته ورته یوه ویډیو د دیرش کاله مخکې پړاؤ سره اړونده په مسجد الحرام کې لمانځه یوه ورته ویډیو په داسې حال کې چې د ماښام دلمانځه په لومړي رکعت کې د؛همزره ؛مبارکه سوره قرآئت کوي، خپره شوې او د ټولنیزو چینلونو کارؤنکو ئې تود هرکلی کړی ؤ.