IQNA

د پاکستان په پارلیمان کې د قرآن کریم نندارتون جوړیږي

6:51 - April 15, 2023
د خبر لمبر: 3487189
ایکنا-(تهران) د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت  د پاکستان د پارلیمان په کوربتوب او د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت  د کلتوری خونې په اهتمام  او په اسلام اباد کې د ایران او پاکستان  د فارسی  څیړنیز مرکز په ملګرتیا سره د قرآن کریم د نفیسوآثارو او خطي نسخو  نندارتون ترسره کیږي.

ایکنا د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران دسفارت کلتوري سلایار احسان خزاعي په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د روژې  دمبارکې میاشتې  له دریمې لسیزې سره په یووخت  د لومړي ځل لپاره  د قرآن کریم د کلتور او مفاهیمو د  دودولو او  او پراختیا او ددغه آسماني کتاب د احترام ،له قرآن سره د انس او مینې د ټينګیدا لپاره د معنوي فضا درامینځةکولو او  له قرآني کلتور سره د مینې او دلچسپيۍ او د خلکو  د پوهولو په خاطر  دپاکستان په پارلیمان کې  د ایران په ګډون سره د قرآن کریم د ځانګړو او تاریخي آثارو نندارتون ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه ، دغه نندارتونو به د سه شنبې په ورځې د پاکستان د ولسی جرګې د مشر  او دایران د سفیر په شتون سره پرانیستل شيۍ او  د پاکستان دپارلیماني استازو، وزیرانو،مسئولینو، په اسلام اباد کې د اسلامی هیوادونو د سفیرانو، له قرآني کلتور سره د مینه و الو او له  نورو قرآني آثارو سره  ددلچسپي لرونکو  نندارې ته وړاندې شي.

خزاعي ووئيل، د قرآن کریم د خطي نسخو له نندارتون څخه  د خلکو ولولناک او پرتمین هرکلی چې  په اسلام اباد کې د ایران د کلتوري خونې له خوا په همداوروستیو کې ترسره شوی ،دپاکستان په پارلیماني ودانۍ کې  کې هم ددغه نندارتون د ترسره کیدا سبب شوی دی.

هغه آثار چې په دغه نندارتون کې به وړاندې شي، د قرآن کریم  هغه دوه سوه اصلی خطي نسخې دي چې ځیني  په فارسي ژبه ژباړل شوي  هم دي او په اته سوه  کلنې مخینې سره   دنستعلیق، ثلث  او نسخ ښکلو  خطونو سره  لیکل شوي دي. په هغو کې ځيني د سرو زرو په اوبو  او نورو رنګون واو نقشو اونګارونو ښکلي او تذهیب کارئ سره پوښل شويۍ دي او   نفیس او اصیل کاغذ لري او ځيني نور  په فارسي ژباړه او تفسیر هم لري.  

https://www.irna.ir/news/85082872/%D9

captcha