ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې سره د معاملې د څرنګوالي د څیړلو لپاره اسلام اباد ته مهم سفر کوي.
د پاکستان پوځ ته نږدې نشریې "ایکسپریس ټریبیون" د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ترمنځ پرون ټلیفوني خبرې ته په اشارې سره لیکلي: دا ټلفوني خبرې اسلام آباد ته د متقي د احتمالي سفر یوه مخینه کېدای شي.
د سرچينې په خبره، تمه ده چې متقي به اسلام آباد ته سفر وکړي، ځکه چې دواړه ګاونډيان هڅه کوي چې د تحريک طالبان پاکستان او د هغې د ملګرو سره د چلند په اړه ګډه تګلاره ومومي.
ایکسپریس ټریبیون لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په پاکستان کې د ټي ټي پي حملې زیاتې شوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د هوکړې د منځګړیتوب لپاره د کابل هڅې هم ناکامې شوې دي.