IQNA

له سیمه ایزو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړو

16:56 - July 10, 2023
د خبر لمبر: 3487608
ایکنا- (تهران) سید ابراهیم رئیسي د فیلیپین، لیبیا، بنګلادېش او هندوستان له نویو سفیرانو سره په جلا جلا کتنو کې له دغو هېوادونو سره د ایران د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره پر هلوځلو ټینګار وکړ.

د پارس ټوډي له راپور سره سم، ښاغلي رئیسي په دغو کتنو کې موجودو متقابلو ظرفیتونو ته په اشارې سره، په ټولو برخو په تېره بیا سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د خپل مینځیو اړیکو د سویې د لوړتیا په لړ کې د دغو ظرفیتونو د فعالولو لپاره د جدي هلوځلو پر اړتیا ټینګار او د نویو سفیرانو لپاره د خپلو ماموریتونو په اجرا کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135510

captcha