ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان ولسمشر او لومړي وزی ر د محرم د میاشتې په رارسیدو سره دغه میاشت د کربلا دتاریخي حماسې ، د حضرت امام حسین علیه السلام د سرښیندنې او د باطل په ضد د حق تل پاتې بریالیتوب یادونه وبلله.
په پاکستان کې نن د محرم دمیاشتې لومړئ نیټه ده،داسې میاشت چې په دغه هیواد کې مسلمان ولس داهل بیت علیهم السلام په مینې او د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو د شهادت په غم کې ویر او ماتم کوي او دغه میاشت د پاکستانیانو پشمول د درستو مسلمانانو لپاره له ظلم سره د مقابلې د کلتور د دودولو او د سولې او وحدت د پیغام خورونکي ګڼي .
د پاکستان ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف پخپلو جلاجلا پیغامونو کې د نوي قمري کال او د محرم د میاشتې په رارسیدو سره وئیلی دي، دغه میاشت د و حدت او یووالی او د ظلم او ظالم په خلاف دمبارزې او د حق په لاره کې د کلک مقاومت درس او د حضرت امام حسین علیه السلام د ارزښتمنې قربانۍ او حماسې یادونه کوي.
دوي وئيي دي ، په دغې ورځې ژمنه کوو چې دحضرت محمد مصطفی دتعلیماتو او سیرت پیروي کو و او داپخپل ژوند کې پلي کوو.
د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر په دې مناسبت پخپلو پیغامونو کې د اسلامي نړۍ او پاکستان د ولس لپاره د بریالیتوب او ترقۍ په هیلې سره او دغه راز د فلسطین او کشمیر د ملتونو دمشکلاتو او کړاؤنو د ختمیدا په امید کولو سره وئيلی دي، محرم میاشت د عاشورا دحماسي پاڅون او د ظلم او جبر څخه د براءت او د اسلام د سپيڅلي دین ددفاع لپاره یو لوي درس دی چې باید اسلامی امت ئې دخپلو کړنو اساس وګرځوي.
همداراز د پاکستان مذهبی او سیاسی مشرانو او ګوندونو هم ددغې پاکې میاشتې په رارسیدا سره پخپلو پیغامونو کې د سرښیندنې د روحیې ، له ځانه د تیریدا ، شجاعت او او د خدای په لاره کې د شهادت او له هرڅه مهمه له ظلم سره د ډغرې د روحیې پر دودولو په ټينګار سره وئیلی دي چې باید له دغه فرصته په ټولنې کې د سولې د پیاوړتیا، داسلامی وحدت او یووالي د پیاوړتیا او له افراط پالنې او ترهه ګرۍ څخه دبرائت او یوموټي کیدا لپاره استفاده وکړو.