د ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ په باجوړ ښار کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډې کې د ترهګریزې چاودنې له امله، یوشمیر پاکستاني وګړو ته د مرګ ژوبلې په تړاو، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته د تسلیت پیغام په لېږلو سره د دغه هېواد له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پاکستان له حکومت او خلکو سره د خپلې خواخوږۍ او تسلیت په څرګندولو سره، دغه ترهګریز او زړه بوږنوونکی عمل په کلکه وغانده او وویل: دغه ډول غیر انساني او جنایتکارانه عملونه به د هغه عاملینو او آمرانو ته به له تورمخۍ پرته بله نتیجه ورنکړي.
د یکشنبې په ورځ له افغانستان سره په ګډه پوله او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې، د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې ترهګریز عمل وشو چې له امله یې یو شمېر پاکستاني وګړي مړه او ټپیان شول.
په دې سیمه کې د بمي چاودنې له امله د وروستیو شمېرو له مخې، ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي.