ایکنا د الیوم السابع په حواله خبر ورکوي چې، د مسجد الحرام او مسجد نبوي مشر عبدالرحمن السدیس د حج په تاریخ کې د عمرې د تر ټولو سترې پروژې د عملي کولو لپاره د دې پروژې د چمتووالي اعلان کړی دی.
د هغه په وينا، دا پروژه په څو اصولو ولاړه ده، چې د بيت الله الحرام د مېلمنو خدمت، د زیارت کوونکو د تجربو بډايه کول او د ښځو او ځوانانو پياوړتيا پکې شامل دي او د "له سلام څخه تر بشپړېدو پورې" په شعار سره ترسره کېږي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت هم د عمرې په ادا کولو کې د زیات شمېر زیارت کوونکو د ګټې اخیستنې په هدف زیارت کوونکو ته د غوره خدمتونو پر برابرولو او د حاجیانو د خدمتونو پر یو ځای کولو باندې ټینګار کړی دی. همدارنګه د خدماتو د پراختیا ترڅنګ، د عمرې حاجیانو د چارو د اسانتیا لپاره له سمارټ اپلیکیشنونو څخه اعظمي استفاده هم د اجنډا په سر کې ده.
په دې وروستیو کې اعلان شوی چې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د دیني چارو د ادارې تر عنوان لاندې یوه خپلواکه اداره جوړه شوې ده، چې واکونه، دندې او د دواړو نبوي جوماتونو ټولې چارې به، د دې ادارې تر څارنې لاندې ترسره کېږي، هغه پریکړه چې د خدماتو وړاندې کولو او د دې خدماتو کیفیت ښه کولو کې د ډېر انعطاف او سرعت په هدف شوې ده.
د حج په شپو او ورځو کې لوړ عمر لرونکو، مېرمنو، ماشومانو او معلولینو لپاره د ځانګړو خدمتونو وړاندې کولو ته ځانګړې پاملرنه، د حج او عمرې د پلانونو یو بل نوی اړخ دی، چې د مسجد الحرام او مسجد النبي د عمومي مدیریت له خوا په پام کې نیول شوی دی.