ایکنا د Gulf News په حواله خبر ورکوي چې، د قرآنکریم د حفظ، تلاوت او تفسیر په برخو کې د ملک عبدالعزیز ۴۳مه نړیواله سیالي به د ۱۱۷ هېوادونو د ګډون کوونکو په حضور، د ۱۱ ورځو لپاره په مسجد الحرام کې ترسره شي.
دغه سیالۍ د عربستان د پاچا په ملاتړ او د سعودي د اسلامي چارو، تبلیغاتو او لارښوونې وزارت اړوند د قرآني سیالیو د دارالانشا په هڅو سره، په مسجد الحرام کې ترسره کېږي.
د عربستان د اسلامي چارو، تبلیغاتو او لارښوونې وزیر شیخ عبداللطیف بن عبدالعزیز آل الشیخ په وینا، د سږني کال د جایزو ټولیز ارزښت څلور میلیونه سعودي ریال (1,066 ملیون ډالر) ته لوړ شوی دی او تر ټولو غوره کس جایزه به 500 زره ډالره وي.
هغه زیاته کړه: د سیالیو کمېټو له ۱۱۷ هېوادونو څخه د ۱۶۶ ګډون کوونکو او د دوی د ۵۰ ملګرو د هرکلي لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د سعودي د اسلامي چارو، تبلیغاتو او لارښوونې وزارت د اعلامیې له مخې، دغه سیالۍ په پنځو برخو کې دي: "د اووه تلاوتونو او د ښه حسن او تجوید ترڅنګ، د قرآنکریم بشپړ حفظ "، " د اووه تلاوتونو او د ښه حسن او تجوید او د قرآنکریم بشپړ حفظ ترڅنګ، د قرآنکریم د کلماتو تفسیر، " د ښه حسن او تجوید او د قرآنکریم بشپړ حفظ "، " په ښه حسن او تجوید سره د قرآنکریم ۱۵ پرلپسې سپارو حفظ " او " له ښه حسن او تجوید سره د قرآنکریم د ۵ پرلپسې سپارو حفظ.