ایکنانیوز؛ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسی نن سهار د رسندویو له اصحابو سره په خبروکي ناستې کې چې د د حکومت د اونۍ په مناسبت ترسره شوی، د ایکنا د خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په ځينو اروپائي هیوادونو په تیره بیا په سویډ اوډنمارک کې د قرآن کریم د سپکاویو او ددغې سپيرې سناریو د تکراریدا د علت او تر پردې شا په باب وه ،وویئل قرآن کریم نه یوازې د څه دپاسه دوه میلیارډ مسلمانانو ،بلکې د ابراهیمي دینونو ددرستو معتقدانو د احترام وړ دی . قرآن کریم ته بې احترامي حضرت عیسی علیه السلام ته سپکالوی ، حضرت موسی او دغه راز د انجیل او زبور آسماني کتابونو او د بشریّت د درستو مقدساتو بې احترامي او سپکاوی دی.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې قرآن کریم یو انسان جوړونکی ، بشپړ او د انسان د هدایت کتاب او د بشریّت د ژوند بشپړ پروګرام دی ، ووئيل، نو ځکه د قرآن کریم او مقدساتو سپکاوي، د مسلمانانو ترمینځ د اختلافاتو د رامینځةکیدا او ددښمن د خبری او رسندوئي امپراتورئ دسیسه،په اسلامی نړۍ کې د انسانانو د وینې د بهولو لپاره د تکفیری دلو ټپلو جوړیدا او د کورونو ورانول او دغه ټول جنایتونه د یوې لړۍ کړئ دي او په دوي کې هره یوه کړئ د دوي د فکرونو په کوټو کې پلانیږي.
ابراهیم ریئسي ووئيل،دوي فکر کوي،یوازې اسلام دی چې د سلطه پال نظام د بدماشۍ مخه نیولی شي ، نو ځکه ئې د اسلام او مقدساتو د سپکاؤیو،د اختلاف اچولو او په مسلمانانو کې د درز او تفرقې د اچولو ل لپاره پلانونې کړي دي چې تر اوسه پورې پکې بریالي شوي نه دي او له دې وروسته به مه بریالي نشي . دغه حرکتونه به دم سلمانانو د لازیات وحدت او انسجام او د قرآن کریم د نجات بخښونکي او نوراني آیتونو ته دتوجه سبب کیږي.
د ایران د حکومت د اونۍ په مناسبت د اسلامی ایران د ولسمشر خبری کنفرانس او فیلم ستاسو په خدمت کې هم وړاندې کیږي.