ایکنانیوز-د روسیې د ولسمشر د مینځني ختیځ د چارو سلاکار او د سورې یو نظریه وړاندې کونکی او فیلسوف الیګذنډر دوګین په ۱۳۹۶لمریز کال کې د حسینی اربعیّن د میلیوني لاریون د لوئې حماسې میداني مشاهدې په موخې سره عراق ته سفر وکړ. هغه د کربلا په لور دمیلیونونو مسلمانانو او دنورو مذهبونو او دینونو د پيروکارو حرکت او ولولناک لاریون او غونډې یو جالب تعبیر لري.
د دوګین د خبرو یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.
هغه وائي ،لومړی دا چې د مسیحیّت او د دینونو د تاریخ له مطالعې وروسته دې نتیجې ته ورسیدم چې د شیعیانو او د ارتودکس مسیحیانو ترمینځ د معنوي دستورو او دودونو له نظره، ډير زیات مشترکات شته دي چې درست خلک سره متحد کوي. مونږ مسیحیان د حضرت عبسی مسیح علیه السلام د وفات له کلیزې وروسته څلويښت ورځې روژه ساتو او شعیان هم د مونږ دچِلې په شان ورته سنت او دود لري . زه هغه مهال چې د ایران په قم ښار کې وم ، یوه دینی عالم راته ووئيل، مونږ د انتظار په کلتور کې له یوه بل سره مشترکات لرو ، پر دې اساس پخپلو کې سره د یوه بل ترڅنګ یوو او د انتظار په فرهنګ کې هم سره متحد یوو. مونږ د میټریّلزم، پانګه وال نظام او لیبرالزم او له دوي سره د اړونده ځینو نورو شیانو د ردولو په څير په معنوي ارزښتونو کې هم له یوه بل سره مشترک نظر لرو.