ایکنا د الوطن له قوله راپور راکړ، دمسجد الحرام او مسجد النبی عمومی تولیّت او منجوَر عبدالرحمن السدیس د بیت الله الحرام حاجیانو په تیره بیا دخاصو اړتیاؤ لرونکو کسانو ته دخدمت رسونې په خاطر په مسجد الحرام کې د قرآن دحفظ د لړیو پر پراختیا او پياوړتیا ټینګار وکړ.
السدیس دقرآن کریم دحفظ دکړیو له مسئولانو او استاذانو سره په کتنې کې په قرآنی کړیو کې د زده کړې د دایرې د پراختیا او په درستې نړۍ کې د مسلمانانو د قرائت د سموالي او د تلاؤت د زده کړې په اهمیّت ټينګار وکړ.
هغه په مسجد الحرام او مسجد النبی کې د ترسره شوو قرآني محفلونو او کړیو د هغو مرواریدو په توګه په بللو سره چې حرمیّن شریفیّن ته ئې ښکلا او زینت وربخښلې دی ، روښانه کړه ، په دغو محفلونو او کړیو کې د قرآن د خدمت ویاړ له توصیفه ورآخوا دی او دغه کړئ د حاجیانو او زیارتوالو ددیني تجروبې په لابډایولو کې مهم ځائيګی لري.
السدیس په ښونې او زدکړې د نوښت، دزده کړې د فعالیتونو د لمن د پراخولو،د زده کړې د ورکشاپونو دترسره ولو او دغوره معلمانو او حافظانو د ستاینې اوقدرونې غوښتنه وکړه. د هغه په وینا دغه کړۍ باید د زغنده سیالۍ روح پياوړی او په درستې نړۍ کې د قرآني اخلاقو پیغام خور کړي.
د مسجد الحرام او مسجد النبی عمومی تولیّت په مجسد الحرام کې په قرآني محفلونو کې د شپې ورځې او دوامدار فعالیت په اهمیّت او د قرآن او له قرآن سره د مینه لرونکو د خدمت په موخې سره د قرآني ارزښتونو او د زیارتوالو په خدمت ټينګار وکړ.