IQNA

ایران پخپله فیصله کوي چې خپلې شتمنۍ څرنګه خرڅ کړي

6:23 - September 13, 2023
د خبر لمبر: 3487951
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر له یوه امریکائي خبری چینل سره په خصوصي خبرو کې ووئيل، د ایران آزادې شوي مالی سرچینې  هر چرته چې د ملت ضرورت شي وبه لګول شي.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ،د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت موافقه کړې څو په ایران کې د پنځو امریکائي بندیانو دخوشي کیدا په بدل کې په جنوبی کوریا کې د ایران شتمنۍ آزادې او همداراز د هغو پنځو ایراني ښاریزو د  خوشي کیدا ضمانت  ورکوي  چې په امریکاکې بندیان دي .

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، داسلامی ایران ولسمشر  دامریکا له این بی سی نیوز خبری چینل سره په  خبرو کې ووئيل ،د اسلامی ایران حکومت به له جنوبی کوریا څخه  د ایران  د هغو آزاد  شو  شپږمیلیارډالري شتمنیو دلګښت څرنګوالي په باب پخپله فیصله وکړي چې له امریکا سره د بندیانو دمبادلې د بهیر د یوې  برخې په توګه  آزادې  شوي دي.ابراهیم رییئسي  ټينګار وکړ،دغه پیسې هرچرته چې ضرورت شي وبه لګول شي.

د اسلامی ایران ولسمشر  همداراز ددې پوښتنې په ځواب کې چې  آیا دغه پیسې به  د انسان دوستۍ  له چارو پرته د نورو موردونو لپاره  ولګیږي، ووئيل، انسان دوستي یعني هر هغه شی چې د ایران ملت  ورته اړتیا ولري ، پر دې اساس  دغه پیسې  به د دوي اړتیاؤ ته بیله شي او د ایران حکومت به د ایران  دملت داړتیا په باب پخپله فیصله   وکړي  هغه به وټاکي .

هغه همداراز له زندانه د خوشي شوو امریکائي جاسوسانو د وضعیّت په باب  چې  همدااوس په زندان کې دي ،ووئيل، د بندیانو دمبادلې موافقه به پخپل  وخت  کې اجرائي شي  او دغه کسان په بشپړ ډول سالم دي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/06/21/2955399/

captcha