IQNA

د اسلام له دښمنانو سره ساز باز ،د جاهلیت پړاؤ ته بیرته ستنیدا ده

15:03 - October 01, 2023
د خبر لمبر: 3488041
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ددي  خبري په کولو سره چې د ټولو متفکران ادراک  باید دمذهبونو  د نزدیکت  او  له تفکیریّت څخه د نفرت په اساس وي، ووئيل مسلمان ملتونه باید پوهه شي چې  له صهیونیسټي رژيم او د اسلام له دښمنانو سره  داړیکو عادي کول هماغه د جاهلیّت دوران ته بیرته ستنیدا او د ارتجاعي لارې کچ کول دي .

ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کښې د اسلامي وحدت د اوه دیرشم نړیوال کانفرنس په پرانیستونکو دستورو کښې وویل نن سبا وحدت په مذهبونو یا جغرافیې کښې د وحدت په معنا نه دی بلکې د اسلامي امت د ګټو د ساتلو لپاره اتحاد او انسجام او کوټلتیا ده.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  په خپلی وینا کي زیاته کړه دښمانان نه غواړي چې اسلامي امت،وحدت او کوټلتیا ولري او نن سبا کوم څوک د وحدت او د کوټلتیا په لور حرکت وکړي نو د اسلام د  سټراټيژۍ په لړ کښې دی او که چیرې په خپل قلم او اقداماتو سره د تفرقې لپاره هڅه وکړي نو د دښمانانو د سټراټیژۍ په لړ کښې یې حرکت کړی دی.

ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د فلسطین او د قدس شریف ازادۍ ته پام  کول په وحدت کښې د اسلامي امت ترټولو مهمه ځانګړنه ده وویل له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو هڅه د هر حکومت لپاره په ارتجاعي او شاته تلونکي لاره کښې حرکت کول دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ له دښمانانو سره د مقابلې لاره سازباز کول او تسلیمیدل نه دي بلکې مقاومت او  په مقابل کښې یې دریدل دي چې حکومت شاتګ کولو ته مجبوروي.

هغه په دې خبرې سره چې د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس د سلطې د نظام او د صهیونیسټ ضد غونډه ده وویل د وحدت سټراټيژۍ نن سبا کولای شي اسلامي امت د دښمانانو په وړاندې پیاوړی کړي او د دښمانانو د ترکیبي جنګ په مقابل کښې لاره چاره وحدت او کوټلتیا ده.

د اسلامي وحدت اوه دیرشم نړیوال کانفرنس د سپتمبر د میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه د اکتوبر د میاشتې تر دریمې نیټې پورې ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیاو په موضوع سره په حضوري او په اینټرنیټي ډول د ترسره کیدا په حال کښې دی.

https://iqna.ir/fa/news/4172310/

د اسلام له دښمنانو سره ساز باز ،د جاهلیت پړاؤ ته بیرته ستنیدا ده

captcha