IQNA

که امریکا داسرائيلو له ملاتړه لاس وانخلي،په اسلام اباد کې به ولس د امریکا سفارت کلابند کړي

7:38 - October 16, 2023
د خبر لمبر: 3488118
ایکنا-(کراچئ) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د امريکا ولسمشر ته خبردارى ورکړ چې که په غزه کې د اسراييلو له ملاتړ او د هغوى له جنايتونو لاس وانخلي، د پاکستان خلک به په اسلام اباد کې د واشنګټن سفارت محاصره کړي.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د جماعت اسلامي مشرسراج الحق په کراچۍ کې د لکونو خلکو په ټول کې  چې د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ کې ئې ستره مظاهره کړې، د امريکا ولسمشر ته خبردارى ورکړ چې که په غزه کې د اسراييلو له ملاتړ او د هغوى له جنايتونو لاس وانخلي، د پاکستان خلک به په اسلام اباد کې د واشنګټن سفارت محاصره کړي.

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د امريکا ولسمشر ته خبردارى ورکړ چې که په غزه کې د اسراييلو له ملاتړ او د هغوى له جنايتونو لاس وانخلي، د پاکستان خلک به په اسلام اباد کې د واشنګټن سفارت محاصره کړي.

په راپور کې وئیل شوي دي ،؛ دصهیونیسټ ضد مظاهرې او دفلسطین له خلکو سره د پیوستون مظاهرې د پاکستان په سویل کې د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار د لسګونو زرو اوسیدونکو په شتون سره ترسره شوې .

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د دغه  لاریون د اصلي ویناوال په توګه د دغه هیواد له لومړي وزیر او د پوځ له قومندان څخه وغوښتل چې د فلسطین د دفاع لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د غاصب صهیونیسټي رژیم حساب ورکړي.

هغه ګواښ وکړ که امریکا له اسرائیلو خپل ملاتړ بند نه کړي او په غزه کې دصهیونیسټانو له جنایتونو څخه ملاتړ ونه کړي نو له ټول هیواد څخه به دپاکستان خلک اسلام اباد ته ورشي او دامریکا سفارت به محاصره کړي .

د پاکستان دغه سیاسي مشر زیاته کړه:که دصهیونیسټ رژیم جنایتونه ونه درول شی نو نړۍ به د دریمې نړیوالې جګړې په لور لاړه شی او په دې صورت کې به د نړۍ مسلمانان د غزې او د فلسطین په خاوره د تیریګرو پرضد د یو بل الاقصی طوفان اعلان وکړی .

د «الاقصی طوفان» عملیاتو نهمې ورځې ته په داخلیدو او له صهیونیسټ رژیم سره په مقابله کې د مقاومت د جنګیالیو د بې ساري بریالیتوبونو په دوام سره،اسرائيلي پوځ له فلسطيني جنګياليو سره د مقابلې په نيت په غزه کې د فلسطيني مهاجرينو د استوګنې پر سيمو، روغتونونو، جوماتونو او د غونډو په ځايونو په بمباريو سره دوه زره او ۳۲۹ فلسطينيان چې زياتره يې ماشومان او ښځې دي، شهيدان کړي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140022

 

captcha