IQNA

اسلامی هیوادونه دې د صهیونیسټي رژيم سفیران وباسي

7:42 - October 19, 2023
د خبر لمبر: 3488133
ایکنا-(تهران) د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته په تهران کې د وحشي صهیونیسټ ضده سترې ولسی غونډې ته په خطاب کې ټينګار وکړ ،اسلامی هیوادونه باید ددغه وحشي رژيم سفیران وباسي  او له دغه جنایتکار رژيم سره اړیکې غوڅې کړي.د اسلامی ملګرتیا له موسیسې او  مصر څخه د مونږ انتظار  دغزې کلابندۍ په خمتولو او مرسته رسونه  ده چې د رفح لاره پرانیستل  او مرسته رسونې پیل شي.

ایکنا نیوز راپور راکوي،د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون ناوخته  په تهران کې د  سترې ولسی غونډې ته چې په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  د وروستی جنایت په غبرګون کې په میدان انقلاب کې ترسره شوه ، دې ته په اشارې سره چې  نن د ایران د لوي ملت، اسلامی امت ،انسانیّت، او دنړۍ خبرو خلکو وضمیرو  او وجدانونو د ویرې او غم ورځ ده ، ووئيل، نن د هغو انسان ډوله کسانو په لاس دیوې بوږنونکي غمیزې  په مناسبت دعمومی ویر ورځ ده چې د امیرالمومنیّن علیه السلام په تعبیر، دهغوي شکل اوهیبت  دانسان په شان دی،البته زړه ئې دحیوان په شان دی.

 هغه ووئيل، کوم انسان چې زړه لري ،  په روغتون حمله او د میرمنو اوماشومانوا و ناروغانو دغه بوږنونکي وژله اوجنایت مني. په روغتون باندې په حملې سره د صهیونیسټ رژيم پاي  شروع شوی دی. د فلسطیني ځوان دوینې هره یوه قطره چې پر مځکې لویږي ، نسکوریدا ته دصهیونیسټي رژيم یو ګام نزدې کیږي. صهیونیسټي رژيم  له ۷۵کلونو راهسې  ظلم، وژلې ،جنایتونه ،نیواک،ورانول، د ښځو اوماشومانو عامه وژله ، د مځکو نیولل، زنداني او شکنجه کول  او دا ټول ظلمونه  کوي او دا خیال کوي چې  دفلسطینی ولس حق  سلبولی شي، جنایتکار صهیونیسټي رژيم  له آزادي غواړو تنظیمونو سره او  هم د کیمپ ډيویډ ،شرم الشیخ  او داسلو  دتړون په څير هیڅ یوه تړون او موافقې ، خبرواترو او ژمنوته  پابنده نه دی ،دوي یوازې د مقاومت په ژبه پوهیږي او باید د مقاومت له لارې له دوي غچ واخستل شي  دغه وحشي اوجنایتکار رژيم دخبرواترو  او مذاکراتو له لارې نوره سپيرې موخې تعقیبوي.چې باید  اسلام هیوادونه او مشران ئې  او اسلامی امت نوره په خود  کې شي او اجازت ورنکړي ،د مظلوم فلسطینی ولس حقوق له دې زیات غصب کړي.

د اسلامی ایران ولسمشر دغه راز د قرآن کریم د آیتونو په بیانولو سره  ووئیل  دوي خیال کوي ،د سیمې له اهیوادونو سره  داړیکو په عادي کولو سره  پر خپلو جنایتونو برغولی کیښودلی شي او دخلکو حق چخڼي کولی شی،البته د فلسطین او سیمې ولسونو تل چغې پورته کړې دي چې  دفلسطین په باب دمقاومت بهیر هیڅکله هم کمزوری شوی نه دی یو ځل په لومړۍ ورځ انتفاضه، ورپسې دوهمه دریمه  اوڅلورمه انتفاضه  او مقاومت دوام وکړاو ځوانانو زندانونه او شکنجې وزغملې خو له خپلو حقه حقوقو ئې  لاس وانخست او نن ټوله دنیا ویني چې د فلسطین مقاومتي مبارزان څومره پیاوړی شوي او دخپلو حقوقو دترلاسه کولو لپاره  په ویاړ او ولولې سره دځان او دخپل ټاټوبی دفاع کوي او ان شاالله  وروستۍ فتحې ته نزدې شوي دي

ابراهیم ریسی  وحشي صهیونیسټانو ته په خطاب کې ووئيل  تاسو فکر کوئ  د میرمنو و ماشومانو او ناروغانو په وژلو سره  خپله سپيره ماته جبرانولی شئ ،نو دا د  تاسو چټي خیال دی تاسو به نور  هم رسوا اوذلیل شئ. هغه ووئيل، امریکائي رژيم د وحشي صهیونیسټي رژيم بشپړ ملاتړ کوي او په نیواکټي ټاټوبو کې د دوی دمشرانو شتون  ددې ښودنه کوي چې ددغه جنګ صحنې  امریکا هدایتوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د خپلې وینا په پاي کې ووئيل، د وحشي اوتیریګر صهیونیسټي رژيم  پر سپيرې ناکامۍ سربیره،د دوي د بوږنونکو جنایتونو په باب په درستې نړۍ کې  عمومی نفرت خور شوی دی  و دا  او نفرت او کرکه ورڅځه لا په زیاتیدا ده ، دا هم د دوي لپاره یوه بله ناکامي ده ، نن سبا هیڅوک نشته چې په دنیا کې صهیونیسټي رژيم جنایتکار ونه ګڼي.

https://iqna.ir/fa/news/4176306

captcha