IQNA

په اروپا کې د یوې لوئې اسلامی موسیسې تاسیس

8:57 - April 21, 2024
د خبر لمبر: 3489080
ایکنا – د پاریس لوي جومات مشر  په اروپا کې د یوې لوئې اونوي موسیسې  دتاسیس خبر ورکړ.

ایکنا نیوز  د بوابة المسا الاخباري ویبب پاڼې له قوله راپور راکوي، د پآریس  د لوي  جومات مشر شمس الدین محمد حفیز، په اروپا کې  د اسلامی رهبرانو، ټولنو،  او جوماتونو د  ا تحاد (امال) دټولنې د تاسیس دعمل نوښت ترلاسه کړی دی.

دغه انجمن  چې مرکز به ئې په پاریس کې وي، د اروپائي اتحادئې د مرکز پشمول په اروپا کې به څو دفترونه ولري.

  په دغې ټولنې یا انجمن کې په اروپا کې د اسلامی انجمنونو او جوماتونو نمایندګان او نامتو شیخانو یوه ډله هم شامله وي.

ددغې ټولنې موسیس غړي چې  له اولسو اروپائي هیوادونو څخه دي ،  له دغه نوښته ئې خپل ملاتړ او هرکلی اعلان کړی دی او په هغو هیوادونو کې ئې د اسلام ددفاع په اهمیّت ټينګار کړی دی چې  په هغو کې ژوند کوي او هم  له هغې ټولنې سره  چې پکې اوسیږي، پر مثبت تعامل هم ټينګار کوي.

دغه انجمن  خپله لومړنۍ ناسته  د پارس په جامع جومات کې یعني پخپل دایمي مرکز کې  د اسلام  او د هغه د ارزښتونو د عاقلانه او عادلانه دودیدا او خپریدا، د مسلمانانو په ضد له توپیر سره مبارزې ، ،ددیني نفرت خورونې په ضد اتحاد، په اروپا کې د مسلمانانو په ضد توپير، له افراط پالنې سره د مبارزې او د افراطي ښي پال  او زوړپال لوري  قدرت ته درسیدا د خنډ لپاره  د اروپا په انتخاباتو کې د ګډون ضرورت او بشپړ ښاریزتوب ته د بلنې  پشمول په ډيرو شعارونو او اهدافو سره ترسره کړه.

د پاریس د جومات مشر پخپل مطبوعاتي کنفرانس کې ووئيل،  هغه دغه ټولنه  د فرانسې د قوانینو په اساس جوړه کړې ده چې  دکلونو کلونو د کار نتیجه ده او موخه ئې په اروپا کې د  مسلمانو رهبرانو او اورګانونو ترمینځ  د هڅو او یو موټی  اتحاد ، دسولې د پیغام په توګه د  اسلام   د روښانه اړخونو منتقلیدا، داروپائي مسلمانانو د تابیعَتونو او کرامت ساتل  او همداراز  د اروپا دلوئې  وچې په مختلفو ټولنو ترمینځ  دګډ ژوند پیاوړتیا ده . محمد حفیز ټینګار وکړ،  چې ډيرې زیاتې مدرسې شته دي او  دهغوي دروازې هم بشپړ خلاصې دي ، پر دې اساس د الازهر په څير د لویو دیني اورګانونو پشمول  له ټولو سره په ملګرتیا او غږملتیا پسې یوو،ځکه په وحدت او یووالي کې قدرت دی .

https://iqna.ir/fa/news/4211508

captcha