IQNA

په نورو ژبو د قرآن د دقیقې ژباړې توان نه لرو

16:44 - April 22, 2024
د خبر لمبر: 3489090
ایکنا – د مصر د شیخ الازهرمرستیال ټينګار وکړ،چې په نورو ژبو د قرآنکریم ددقیقې ترجمې امکان  نه لرو.

ایکنا نیوز د الوطن  له قوله راپور راکړ،  د الازهر د شیخ مرستیال  محمد الضویني  په یولړ  څرګندونو کې ووئيل،  حقیقت ددې ګواه دی چې  اسلام  له هغې سختې  او زیاتې لښکر کشۍ سره مخ دی چې د اسلام دښمانانو  راپورته  کړي  دي، څو  په لویدیځي هیوادونو کې خلک  د اسلام حقیقت درک نه کړي.

هغه زیاته کړې ده ، واقعیّت دا دی چې  د اسلامی متنونو ژباړه تراوسه پورې پر ډیرو مشکلاتو غلبې ته اړتیا لري ،ددې په ترڅ کې چې دیني ترجمه یوه ترټولو پيچلي ژباړه ده . دیني ترجمه  د ادبی ،اجتماعي ،سیاسی او یا اقتصادي علومو په متنونو کې د ژباړې په څير نه ده ، چې  انسان دهغو اطلاعاتو په واسطې سره چې  د وخت په تیریدا سره ترلاسه شي،  او د ځان لپاره ئې آسانه کړي دي.

د شیخ الازهر مرستیال  په هغه سمینار کې  چې د الازهر دغونډو په مرکز کې ترسره شو، پخپلې وینا کې  ووئيل، دیني ژباړه ډير زیات دقت او مهارت ، ځانګړي تعامل  او خیال ساتنې او زیات مسئولیّت ته اړتیا لري څو له هغه ځایه چې  احساس نه کوي،  له تحریف سره مخ  نشي،یا له هغه ځایه چې  متوجه  نه کیږي، له سربدالس سره مخ نه شي. په تیره بیا چې مونږ  په یوې داسې دنیا کې ژوند کوو ، چې  په هغې کې تمدنونه نه یوازې  په وسلو سره ،بلکې  په لیدتوګې او پوهې سره  هم له یوه بل سره  دغرې وهي .

هغه دغه راز ووئيل، ممکنه ده ، دقرآن کریم  دمعاني ترجمه  په نورو ژبو کې یوه داسې حوزه شي  چې  په  هغهې کې د ژباړې اوژباړنو مشکلات رابرسیره شي، ځکه ځیني عبارتونه شته  دي چې نورو ژبو ته نشي منتقلیدلی او خلک  د عربی د متن د مقصد په ژبې نه پوهیږي.پر دې اساس مونږ  د قرآن کریم  د معنا په ترجمې  سره د  قرآن د معنا تحت الفظي ترجمه راولو . پر دې سربیره په اسلامي لیدتوګې کې له ځينو اصطلاحاتو څخه   په تیره بیا په فقې کې په نورو ژبو کې معادل نه لري او په همدې دلیل  په نورو ژبو کې  ورته ترټولو نزدې ټکي ترجمه کیږي. مونږ معنا  ورته توضیح کوو، څو لوستونکی   ئې په عربي ژبې کې  دهغو د نظر وړ معنا درک کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4211698/   

captcha