IQNA

د ؛ریښتینوني ژمنې ؛ عملیات دتیریګرو د رټلو او سزا کولو موخې سره ترسره شول

5:38 - April 17, 2024
د خبر لمبر: 3489060
ایکنا - د ایران  داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیلود اسرائيلي رژيم  په پوځي مرکزونو او تاسیساتو  توغندوي او ډرونز حمله  دتیریګرو د رټلو اوسزا کولو په موخې سره  په بریالیتوب سره ترسره شوې ده او د ایران  دملی ګټو په ضد  هرډول اقدام ته به  د مخکې په نسبت  له دردناک او پراخ  ځواب ورکړل شي.

د ؛ریښتینوني ژمنې ؛ عملیات دتیریګرو د رټلو او سزا کولو موخې سره ترسره شولایکنانیوز  د ولسمشرۍ د ماڼۍ د اطلاع رسونې  دبرخې له قوله راپور راکوي،  د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون ناوخته  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټيلیفوني خبرو کې په سورئې  کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې  په حملې کې  د تیریګر صهیونیسټي رژیم  تیریګر اقدام ته په ځواب کې د ایران د اسلامی جمهوریت دروا دفاع په وړاندې د روسیې د حکومت رغنده او اصولي دریځ  په قدرونې سره ، دغه ترهه ګراقدام  د ویانا کنونشن  او  د نړیوالې سولې  په ضد د ګواښ کیدا پشمول د نړیوالو قوانینو  ښکاره خلاف ورزي وبلله .

 د اسلامی ایران  ولسمشر په دغو خبرو کې  روښانه کړه ،  په سورئې کې د ایران په کنسولي  ودانۍ  په حملې کې د صهیونیسټي رژيم  له تیریګر اقدام سره په چلند کې د ملګروملتو اوامنیت شورا پشمول د نړیوالو اورګانونو بې عملي او ناکارندوالی  او د  امریکا او ځينو لویدیځي هیوادونو ورانکار رول  سبب شو ، د ایران اسلامی جمهوریت د ملګروملتو د منشور د ۵۱مادې په اساس  د  خپلې روا دفاع د  حق د اعمالولو په لړ کې د هغو مرکزونو په ضد چې  دایران په خلاف ئې شرارت کړی ؤ ، یو لړ عملیات پلان او اجرا کړي.

 هغه د ملګروملتو په امنیت شورا کې  د امریکا او ځينو لویدیځي ه یوادونو  د دسیسو   د شنډولو لپاهر د روسیې د حکومت  د ډيپلوماټيکو هڅو په قدرونې سره  روښانه کړه ،  هغو هیوادونو ته چې د صهونیسټي رژيم  له جنایتونو سره په مخامخیدا کې په دوه ګوڼي  چلند سره ،په سیمې کې د تآؤتریخوالو په زیاتیدا  اندیښنه څرګندوي ، سپارښتنه کیږي، د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره  د فلسطین د  مظلوم ولس  په ضد د و حشي صهیونیسټانو له وحشي توبه ډکو  جنایتونو او نسل وژنې څخه  له خپل ملاتړه لاس واخلي .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم  په دغو خبرو کې  ووئیل، هغه څه چې  د ایران د اسلامی  جمهوریت له خوا  د صهیونیسټ رژیم  دجنایتکار  اقدام په ځواب کې او د امنیت شورا د منزوي کیدا په سیوري کې  رامینځة شوي ، د ایران د رهبرانو د عقلانیّت او پوهې  ځلا او د تیریګرو د رټلو او سزا کولو لپاره ترټولو ښه روده  وه . 

 د روسیې ولسمشر  په سیمې کې  د تاؤتریخوالو په رامینځةکولو کې  د امریکا او ځینو لویدیځي  هیوادونو په  چلنندن په سختو نیوکو سره  روښانه کړه ، د ایران  اسلامی جمهوریت  په سیمې کې د امنیت او ثبات یوه اصلي ستنې ده .

 د ایران او روسیې ولمسشرانو  همدرااز  په مختلفو تجارتي ، امنیتي ، انرژۍ ، ټرانسپورټي  او ټيکنالوجیکي حوزو کې د  دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د ترټولو وروستي وضعیّت په ارزولو سره  ددواړو هیوادونو ترمینځ د شوو موافقو او تفاهمونو په اجرا کې په  چټکتیا او د ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4210822

captcha